ائتلاف: سوریه کې به د داعش د ګواښ پرضد هوايي حملې وکړو

ارشیف، سوریه

د امریکا د متحدو ایالاتونو په رهبرۍ ائتلاف چې په سوریه کې د داعش ډلې پرخلاف جنګېږي، وايي پرون یې د داعش د قریب الوقوع ګواښ پرضد هوايي حملې وکړې.

د سوریې په شمال کې دا حملې داسې وخت کېږي چې د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژل کېدو دوه کاله پوره شول.

امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی و، په دې مناسبت ښايي په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو احتمالي حملې زیاتې شي.

سلیماني دوه کاله مخکې د عراق د پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته نږدې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

د ائتلافي ځواکونو یوه چارواکي په اعلامیه کې ویلي، د سوریې په شمال کې دا تازه حملې وروسته تر دې وشوې چې د توغندیو د توغولو ګڼې ساحې تثبیتې شوې چې یو قریب الوقوع ګواښ ګڼل کېدې.

ګومان کېږي، په پام کې وو په دغو توغندیو په فرات دره کې د امریکايي ځواکونو پوځي اډه په نښه شي.

په دې ساحه کې لا هم د داعش جنګیالي فعال دي او امریکايي ځواکونه په کې د سوریې له ډموکراټیکو ځواکونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.