طالبان: په کابل کې د اختطاف کوونکو ۷ کسیزه ډله نیول شوې

په کابل کې طالب وسله وال

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د اختطاف کوونکو د یوې اووه کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکړ.

دې وزارت پرون ماښام په ټويټر کې یو راپور خپور کړې چې په کې ویل شوې دي دا کسان په پنځلسمه حوزه کې نیول شوي دي.

د پنځلسمې حوزې د کشف امر قاري عبیدالله وایي: "هغه کور چې اختطاف کوونکو په کې خپل زندان جوړ کړی و هغه مو وموند، هلته ورغلو، هلته مو ځنځیرونه هم پیدا کړل او درې کسه مو ونیول چې د پنجشیر اوسیدونکي دي او کوم کس چې دوی تښتولی و هغوی مو هم هلته پیدا کړل."

طالبان وایي چې د دې اختطاف کوونکو څلور تنه نور یې بیا په پغمان کې ونیول.

تردې مخکې هم طالبانو د اختطاف کوونکو د نیولو خبرونه خپاره کړي دي او د سېپټمبر په میاشت کې یې په هرات کې څلور تنه په دار کړل او ویې ویل چې دوی د یوه سوداګر او د هغه زوی تښتولی و چې دا دوه تنه د خوشې کېدو پر مهال په نښته کې وژل شوي وو.