له طبیعي پېښو سره د طالبانو د حکومت د مبارزې وزارت وایي، د درنې واورې له کبله د سالنګ لویه لار د لویو موټرو پرمخ بنده شوې ده.
د دې وزارت یوه چارواکي محمد امین وزیري تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "تر سبا به د دې لپاره چې توپان دی او ډېر ځای نه ترسترګو کېږي ټول باربري یا ټریلري موټر دریدلي وي، خو د مسافرو د موټرو پرمخ لاره پرانېستې ده."
تردې مخکې پرون مازدېګر مهال د سالنګونو د حفظ او مراقبت رییس عبدالله عبید ازادي راډیو ته ویلي و چې په جنوبي سالنګ کې سخته واوره اوري او توپان دی.
د ښاغلي عبید په وینا په سالنګ کې دوه ځایه راشې(برف کوچونه) هم راغلي دي.
د ښاغلي عبید په وینا د هغو کسانو لپاره چې په واورو کې ایسار شوې د ژغورنې عملیات روان دي، خو د ده په وینا چا ته زیان نه دی اوښتی.