د قزاقستان پولیسو د ازادې اروپا/ازادي راډیو دوهم خبریال چې هلته یې د اعتراضونه راپور چمتو کاوه، نیولی دی.
پولیسو د ازادي راډیو د قزاقي څانګې ایډیټر دارخان اومیربیکوف پرون په پلازمېنه نورسلطان کې ونیو.
څو ساعته مخکې تر دې پولیسو په قزاقستان کې د ازادي راډیو د سیمه ییز دفتر مشر قسیم مانژول د لنډې مودې په مخه توقیف کړی و.
مانژول د هغو اعتراضونو فلم اخېست چې د انرژي د بیو د لوړېدو پرضد جوړ شوی و.
د قزاقستان په لویدیځ کې څلور ورځې مخکې وروسته تردې اعتراضونه پیل شول چې د طبیعي ګازو بیې زیاتې شوې او بیا دا مظاهرې نورې ښارونو ته خپرې شوې.