الماس لوبډله د فاریاب ولایت د فوټسال سیالیو اتله شوه.
د المپیک ملي کمېټې ویاند داد محمد ناوک نن سې شنبه (د مرغومي ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې په فاریاب ولایت کې د فوټسال ژمنۍ جام سیالۍ چې ۱۳ ورځې وړاندې پیل شوې وې، د الماس لوبډلۍ په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې چې د فاریاب په اتفاق جمنازیوم کې وشوې، د فاریاب ولایت د مرکز او ولسوالیو د فوټسال ۱۶ لوبډلو ګډون کړی وو.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې الماس او صدخانه لوبډلې سره مخ شوې چې الماس لوبډلې د یادو سیالیو اتلولي او صدخانې دوهم مقام خپل کړ.
د ښاغلي ناوک په خبره، دا سیالۍ په فاریاب ولایت کې د فوټسال لوبې د ودې په موخه ترسره شوې.