په کابل ښار کې د انتیک توکو او افغاني جامو پلورونکي د بازار له نشتوالي او بهر ته د یادو توکو د صادراتو له کمېدو شکایت کوي.
د کابل په شهرنو سیمه کې د یادو توکو د خرڅلاو دوو هټیوالو وحیدالله او حلیم نن ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې له وروستیو سیاسي بدلونونو را وروسته د دوی کارو بار په ټپه دریدلی او په کور دننه یې هم د قیمتي زیوراتو او ګاڼو خرڅلاو نه کېږي.
وحیدالله وایي چې وړاندې له دې یې په اوونۍ کې ۱۰۰ جوړې افغاني جامې او وطني د څرمن دستکولونه پلورل، خو اوس یې بازار سوړ دی.
د حلیم په خبره په کور دننه د ښه بازار ترڅنګ به یې یاد تولیدات امریکا، فرانسې، جرمني او نورو ګڼو اروپایي هېوادونو ته صادرول، خو په خبره یې، اوس په دې بازارونو کې د افغاني تولیداتو ځای تش دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مهمند ازادي راډیو ته وویل، دا خونه هڅه کوي چې د سوداګرۍ وزارت په مرسته یادو تولیداتو ته د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې بازار ومومي.