د هلمند په ګرمسیر او واشېر ولسوالیو کې سیلابونو زیانونه اړولي 

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د هلمند ولایت په ګرمسیر او واشېر ولسوالیو کې سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د هلمند ولایت د واشېر ولسوالۍ یوه اوسیدونکي او قومي مخور ازادي راډيو ته د نوم نه ښودو په شرط وویل، تېره شپه یې په ولسوالۍ کې سیلابونو څلور کسان له ځانه سره وړي دي چې په وینا یې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

نوموړی وايي، د یادو کسانو په اړه د سیمو خلکو خپلې پلټنې پیل کړي، خو تر اوسه یې لا د مړي او ژوندي درک نشته.

دغه راز په هلمند کې مشیت خبریال حضرت محمد روحاني ازادي راډيو ته هم دا مساله تائید کړه او ویې ویل، په ګرمسیر ولسوالۍ کې هم د زیاتو ورښتونو له امله د یوه کور چت رالوېدلی دی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۷ تنه ټپیان کړي او په وینا یې د ځینو خلکو کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریيس په دې اړه ازادي راډیو سره د معلوماتو له شریکولو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په هلمند او ارزګان ولایتونو کې ورښتونه پیل شوي چې په ګڼو سیمو کې سیلابونه هم راغلي دي.