په کندز ولایت کې د نیالګیو کېنولو خزاني کمپاین پیل شو

کندز کې خزاني کمپاین

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، دوی د نیالګیو کېنولو په خزاني کمپاین کې د دې ولایت په کچه په څه باندې ۵۰۰ جریبه ځمکه کې د مېوه لرونکو ونو نوې باغونه جوړوي.

چارواکي وايي، دا کمپاین یې د سولې بنسټ دفتر په مرسته پیل کړی.

د دغې ادارې رئیس مولوي امان الله حسن ازادي راډیو ته وویل: "موږ سږني خزانې کمپاین کې څه باندې ۵۰ زره نیالګي د دې ولایت په خان اباد، چهاردرې،علي اباد او امام صاحب ولسوالیو کې پر ۵۱۵ کروندګرو باندې وېشو. د دې نیالګیو۸۵ سلنه لګښت د کرنې ریاست ورکوي او ۲۵ سلنه پیسې یې دهقان ورکوي. هغه هم موږ په دې خاطر له بزګرانو اخلو چې دوی بیا د نیالګیو پالنې او روزنې ته پاملرنه وکړي."

ښاغلي حسن زیاته کړه، هرباغ په یوجریب ځمکه کې په نړیوال سټنډرډ جوړېږي او د یادې ادارې مسلکي کارکوونکو له لوري بڼوالو ته د بڼوالۍ په اړه پوهاوې هم ورکول کېږي.

یو شمېر بڼوالان بیا وايي، دغه ولایت کې بڼوالۍ ښه نتیجه ورکړې او هرکال دوی له خپلو باغونو څخه ښه حاصلات ترلاسه کوي.

خو ځینې بڼوالان د سړوخونو نشتوالي ترڅنګ د بازار موندنې ستونزه د خپلو حاصلاتو پر وړاندې جدي ننګونه بولي او د طالبانو له حکومته غواړي چې د یادو ستونزو د هوارولو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

خو له دې وړاندې د کرنې ریاست چارواکو ویلي ووچې په تېرو کلونو کې په کندز کې لس وړې سړې خونې جوړ شوې دي او پام کې ده په راتلونکي کال ددې ولایت په کچه یوه لویه سړخونه جوړه شي او په ګټې اخیستو سره به یې د بڼوالو او کروندګرو ستونزې هوارې شي.

کندز په شمال ختېځ زون کې د افغانستان له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه ګڼل کېږي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، د دې ولایت ۸۵ سلنه اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د خپلو کورنیو د روزګار څرخ چلوي.