له کله چې طالبان واک ته رسیدلي، پاکستان کې بریدونه زیات شوي

آرشیف- پېښور کې د یوه برید عکس. تزئیني بڼه دارد

له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، په پاکستان کې تروریستي بریدونه زیات شوي دي.

دا د هغه څیړنیز راپور موندنې دي چې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ له خوا پرون دوشنبه (د مرغومي ۱۳مه) خپور شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د وړم کال په نسبت تېر۲۰۲۱ کال په پاکستان کې په ترورستي بریدونو او چاودنو کې ۵۶ سلنه زیاتوالی راغلی.

د راپور له مخې په دې کال پر امنیتي ځواکونو د بریدونو او نښتو لږ تر لږه ۲۹۴ ترویرستي بریدونه ثبت شوي چې په کې ځان وژونکې چاودنې، بم چاودنې او د ټوپکو په واسطه حملې شاملې دي.

وړم ۲۰۲۰ کال د دا ډول حملو شمېر ۱۸۸ ته رسېده.

دغه راز ويل شوې چې تېر کال دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۹۵ کسان وژل شوي چې له نیمایي زیات یې د امنیتي ځواکونو غړي وو.

د فرانس پرېس اژانس په وینا په اسلام آباد کې چارواکي او تحلیلګران د دغو حملو زیاتوالی د افغان طالبانو له مسالې سره تړي چې په اګسټ میاشت کې په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي.

په پاکستان کې د ترسره شوېو ډېرو حملو تر شا د پاکستاني طالبانو لاس دی، هغې ډلې چې له افغان طالبانو سره نژدې اړیکي لري او په دې وروستیو کې ورسره یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د پاکستان د حکومت هڅې ناکامه شوي.