د هرات-تورغُنډۍ پر لویه لاره ترافیکې پېښې ۱۳ تنه ټپیان کړي

آرشیف- د هرات روغتون، عکس تئزیني بڼه لري

د هرات-تورغُنډۍ پر لویه لاره د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر محمد عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل چې په ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي: "د تورغُنډۍ د کمرکلاغ په سیمه کې دغه ټرافیکې پېښه رامنځته شوې، اووه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې درې یې ښځې او درې یې ماشومان دي. دا یو فلاینګ کوچ موټر و چې چپه شوی. شپږ تنه نور برسیرن ټپیان دي."

خراب سړکونه او د ډریورانو بې پروایي په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.