د پاکستان د صدراعظم عمران خان مخکېنۍ ښځې ریحام خان ویلي چې بېګا یې پر موټر باندې برید شوی دی.
نوموړې نن ازادي راډیو ته وویل چې بېګا د اسلاماباد له شمس کالونۍ خپل کور ته روانه وه چې دوو موټرسايکل سپرو یې پر ګاډي ډزې وکړې.
هغې وویل چې دا او ورسره مل ډرېور او سکرتر یې روغ دي.
د ريحام خان سکرتر بلال عظمت د پېښې په اړه له پوليسو سره شکایت درج کړی او پوليس وايي، پلټنې يې پيل کړي دي.
پاکستانيالاصله بریتانوۍ خبريالې او مبصرې ريحام خان د پاکستان اوسني صدراعظم عمران خان سره د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې واده وکړ خو دغه واده تر لسو میاشتو زیات دوام ونه کړ او دوی سره په اکتوبر کې بېل شول.
نوموړې په دې اړه يو کتاب هم ليکلی.
هغه پر ټولنيزو رسنيو ډيره فعاله ده او د عمران خان پر سياست نيوکې کوي.