د کندهار-هلمند لویه لار د سېلابونو له خاطره وتړل شوه

ارشیف؛ کندهار کې باران

د کندهار-هلمند لویه لار د لښکرګاه د دوراهي سیمې ته نږدې د سېلابونو له خاطره تړل شوې ده.

د راپورونو له مخې له بېګا راهیسې پر کندهار ښار او شااوخوا سیمو کې سخت بارانونه روان دي چې له امله‌یې د ښار په څو سیمو کې د اوبو د راوتلو وېرې ځي.

د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند ازادي راډیو ته وویل: "کندهار ښار سرخک علاقه کې مو اوبه عمومي زابر ته ور سمې کړې. تر څنګ مو د کندهار ښار د مسلکي لیسې مخ ته چې هر کال زیاتې اوبه دریږي هغه مو هم مرکزي زابر ته ور پرچاو کړې. نو دغه د سیلابي اوبو مخه مو ونیوله او تر یوه حده پورې دا اوبه په کمېدو دي."

اخوا په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو پخواني استازي سید احمد سېلاب له شتمنو خلکو او مرستندویو بنسټونو غوښتي چې په کندهار کې له بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرستې وکړي.

سېلاب په خپله نن له ځینو بې‌ځایه شویو سره کتلي او هغوی ته‌یې ترپالونه وېشلي څو خپلې خیمې او کوډلې پرې وپوښي او د باران او اوبو مخه ونیسي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست مخکې اعلان کړی و چې تقریباً په ټول افغانستان کې د سختو بارانونو او واورې د اورېدو ډېر امکان شته.