عبدالسلام حنفي له یوه ډله افغان او روسي پانګه‌والو سره لیدلي

عبدالسلام حنفي له روسي پانګوالو سره لیدلي

‌د طالبانو د رئیس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي له یوه ډله افغان او روسي پانګه‌والو سره لیدلي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا خبره په خپل ټویټر کړې.

هغه ویلي چې په دې لیدنه کې د تېلو او ګازو د استخراج او تصفیې، سي اېن جي او اېل اېن جي ګازونو د دستګاوو په لګولو او د سمنټو د تولید د شرکتونو په جوړولو باندې بحث وشو.