طالبان وايي د یوې سل زره کسیزې اردو د جوړولو کارونه په بشپړېدو دي.
دا خبره د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد نن دوشنبه (د مرغومې په ۱۳مه) ازادي راډیو ته وکړه.
هغه وویل چې د پوځ د جوړښت لپاره ټول پلانونه برابر شوي او پخواني مسلکي افسران به هم پهکې وي.
مجاهد دغهشان د اړتیا پر مهال په یاد پوځ کې د ښځو د شاملېدو خبره هم وکړه.
د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو په بیا واکمنېدو د افغانستان د پخوانۍ اردو، پولیس او امنیت شااوخوا ۳۰۰ زره کسیزه ځواک چې د بهرنیو په تېره بیا امریکا لهخوا تمویلېده، وپاشل شو.
لا معلومه نهده چې طالبان به خپل پوځ څنګه تمویلوي.