ټویټر د امریکا کانګرس د غړې مارجوري ټېلر ګرین حساب وربند کړ

د امریکا د کانګرس لانجمنه غړې مارجوري ټېلر ګرین

ټویټر شبکې د امریکا متحده ايالاتو د کانګرس د لانجمنې غړې مارجوري ټېلر ګرین (Marjorie Taylor Greene) حساب وربند کړ.

ټویټر ویلي، د هغې حساب‌یې ځکه ورتړلی چې هغې د دې شبکې له هغې پالېسۍ سرغړونه کړې چې دوی د 'کووېډ-۱۹' په اړه د غلطو معلوماتو خپرولو په اړه ټاکلې ده.

د جورجیا ایالت د دې سیاستوالې د ټویټر حساب پرون وروسته له هغې د تل لپاره وتړل شو چې هغې له دې شبکې پنځه وارې خبرداری واخیست.

مارجوري ټېلر ګرین چې د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ له عمده متحدانو ده، په وار وار یې د کرونا ضد واکسین د خوندیتوب، دولتي دستوراتو او د ماسک د کارونې د مؤثریت په اړه شک ښوولی دی.

روغتیايي متخصصان وايي کرونا ضد واکسینونه خوندي دي او په دې ویروس د اخته کېدو، بستر کېدو او مړینو مخه‌یې تر ډېره نیولې ده.