د افغانستان د هواپوهنې ریاست ۳۲ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی

کابل

د افغانستان د هواپوهنې ریاست په اکثریت ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابو اټکل کړی دی.

دغه ریاست پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې له بغلان او کندز ولایتونو پرته په ۳۲ نورو ولایتونو کې د باران او واورې اورېدل نن پیلېږي او تر سبا به دوام کوي.

د هواپوهنې ادارې په بېلابېلو ولایتونو کې د بارانونو اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو او د واورې هغه له ۱۵ تر ۵۰ سانتي مترو اټکل کړې ده.

تر دې مخکې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې مشر، عبدالله عبید ازادي راډیو ته ویلي و چې په سالنګ کې د درنې واورې اورېدل او وقفه‌­يي توفان د جمعې ناوخته پیل شوي چې د هغه په وینا څو ورځې به دوام کوي.

هغه ویلي و چې دغه لار د ټېلري موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.