د جنوبي افریقا د پارلمان په ودانۍ کې اور لګېدنې سخت زيان اړولی

د پارلمان ودانۍ

د جنوبي افریقا په کیپ ټاون کې د پارلمان په ودانۍ کې اور لګېدنې سخت زیان اړولی دی.

اور پرون سهار د جنوبي افریقا د پارلمان د ودانۍ په زړې برخه کې چې اوس د دفترونو لپاره کارول کېږي، ولګېد.

وروسته اور د ودانۍ نورو برخو ته هم خپور شو.

د جنوبي افریقا ولسمشر سیریل رامافوزا چې د پارلمان سوځېدلې ودانۍ کتله دا یوه زړه بوږنوونکې پېښه وبلله.

له ډېرو هڅو سره سره، د اور وژنې ډلې تر پرون ماښامه پورې ونه‌توانېدې چې اور مړ کړي.

ویل کېږي چې د پېښې په تړاو یو تن نیول شوی دی.

تر اوسه د چا د وژل کېدو او ټپي کېدو راپور نه‌دی خپور شوی، خو داسې اندېښنې شته چې ښايي د ودانۍ دننه قیمتي اثار په اور کې له‌منځه تللي وي.