راپورونه: روسيې سوریه کې د یاغیانو کنټرول لاندې د اوبو یوه دستګاه بمبار کړې

د روسیې جنګي الوتکه

عیني شاهدان او یوه څارونکې ډله وايي چې د روسیې جنګي الوتکو د سوریې په شمال لوېدیځ ادلب ښار کې د یاغیانو تر کنټرول لاندې د اوبو رسولو یوه دستګاه بمبار کړې ده.

د راپورونو له مخې په دې برید سره د سوریې په ادلب ښار کې سلګونه زره کسان له اوبو بې‌برخې شوي دي.

د روسیې د جګړو بریتانیا مېشته څارونکې ډله وايي چې د روسيې جنګي الوتکو پرون په ادلب کې څو ځايونه بمبار کړل چې په هغو کې د دغه ښار د اوبو رسولو شبکه هم شامله ده.

د وسله‌والو اورپکو ترمنځ ځینو چارواکو ویلي چې د روسیې جنګي الوتکو پرون ۱۰ هوايي بریدونه وکړل چې له امله‌یې د ادلب په لوېدیځ کې د شېخ یوسف کلی، مرکزي زندان ته څېرمه سیمه او د سجر د اوبو رسولو سیستم چې ادلب ته اوبه رسوي، هدف وګرځېدل.

روسیې یا د سوریې ځواکونو د دغو هوايي بریدونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

روسیه په سوریه کې د بشار اسد د رژیم ملاتړ کوي او د رژيم په مخالفو وسله‌والو ډلو باندې وخت ناوخته داسې بریدونه ترسره کوي.