ګڼو هندو عبادت کوونکو له هند څخه پاکستان ته سفر کړی

ارشیف،

ګڼو هندو عبادت کوونکو له هند څخه پاکستان ته سفر کړی چې دا د پاکستان په ۷۴ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د مذهبي تورېزم پیل ګڼل کېږي.

د پاکستان د هندو شورا مشر رمېش کمار وانکواني د ازادي راډیو ځايي څانګې ته ویلي چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې ۱۵۹ هندو عبادت کوونکي له هند څخه پاکستان ته تللي.

دغو کسانو څلور ورځې پاکستان ته سفر کړی چې دا د حکومت په ملاتړ د مذهبي سیلانیانو زیاتولو د هڅو برخه ده.

دا کسان د پاکستان په کرک سیمه کې هغه ځای ته تللي چې د ۲۰۲۰م کال په ډسمبر کې قهرجنو کسانو د هندوانو پر یوه زیارت حمله کړې وه.

د ۲۰۲۱م کال په مارچ میاشت کې مسلمانو دیني مشرانو دا پېښه غندلې او بښنه یې غوښتې وه.

امریکا له ۲۰۱۹م کال راهیسې پاکستان د هغو هېوادونو په لېست کې شامل کړی چې په سیستماتیکه توګه له مذهبي ازادي څخه سرغړونه کوي. اسلام اباد د امریکا دا پرېکړه رد کړې ده.

د پاکستان د ۲۰۸ میلیونه نفوس دوه فیصده برخه د پاکستان هندو وګړي جوړوي.