د جنوبي افریقا په کیپ ټاون کې د پارلمان په ودانۍ کې اور لګېدلی

د جنوبي افریقا د پارلمان په ودانۍ کې لګیدلی اور

د جنوبي افریقا په کیپ ټاون کې د پارلمان په ودانۍ کې اور لګېدلی. اور وژونکو څو ساعته وخت واخېست چې اور کنټرول کړي.

د فواید عامې او زیربنا وزیرې پیټریشیا ډی لیل خبریالانو ته وویل چې اور د ملي شورا خونې ته زیان رسولی دی.

د ټپیانو په اړه سمدستي راپور نه دی ورکړل شوی.

لومړني معلومات ښيي چې اور په یوه دفتر کې لګېدلی، خو لامل نه دی په ډاګه شوی.