د اسرائیلو جنګي الوتکو تېره ورځ په غزه تړانګه کې د یاغیانو مرکزونه په نښه کړل.
پوځي او امنیتي سرچینو ویلي، دا بریدونه وروسته له هغه وشول چې له غزې څو راکټونه وتوغول شول.
د اسرائیلو پوځ نن په یوه ټویټ کې ویلي چې وروسته له هغه د حماس تر کنټرول لاندې سیمه د سخت درېځو پر هدفونو هوایي بریدونه وشول چې وسله والو له غزې تړانګې دوه راکټونه وتوغول.
په ټویټ کې زیاته شوې چې دا راکټونه د تل ابیب له سواحلو ورهاخوا د مدیترانې په سمندر کې ولګېدل.
د غزې تړانګه د فلسطیني ډلې حماس تر کنټرول لاندې ده.
د اسرائیلو پوځ ویلي چې په ځوابي ډزو کې یې د راکټونو یوه فابریکه او د حماس یوه پوځي اډه په نښه کړي دي.
د دې پېښې په نتیجه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.