له بدلون وروسته افغاني غالۍ د هوايي دهلیز له لارې نه‌دي صادر شوي

آرشیف - په کندز کې د غالیو یو دکان

د افغانستان د غالیو د تولید او صادرونکو ټولنه وايي، په دغه هېواد کې له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته غالۍ د هوايي دهلېزونو له لارې بهر ته نه دي صادرې شوي.

د دې ټولنې مشر نور احمد نوري نن ازادي راډيو ته وویل، په دې موده کې افغاني غالۍ یوازې د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته صادرې شوي دي چې افغان صادرونکو ته یې چنداني ګټه نه ده کړې.

نوموړی وايي، که څه هم د بې کارۍ له وجې ډېرو خلکو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده او د پخوا پرتله د غالیو تولید ۲۰ سلنه زیات شوی خو په خبره یې، د هوايي دهلېزونو له لارې نه صادرېږي.

د ښاغلي نوري په وینا، پخوا به د افغانستان غالۍ د هوايي دهلېزونو او ځمکنیو بندرونو له لارې د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، چين، اسټرالیا، روسيې او ډېرو نورو اروپايي هېوادونو ته لېږل کېدې خو دا صادرات اوس درېدلي دي.

نوموړی وايي، طالب چارواکو څو ځلي له دوی سره ژمنه ورسره وکړه چې دا ستونزه به حل کوي په خبره یې خو تر اوسه ستونزه پر ځای ده.