لسګونو کسانو نن یکشنبه (د مرغومي ۱۲مه) په کابل کې لاریون وکړ او له امریکا یې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې خوشې کړي.
لاریون کوونکو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او پر واشنګټن فشار راوړي چې د افغانستان پیسې ورکړي.
خو نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.
امریکا د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په بهر کې د افغانستان ۹،۵ میلیارده ډالره اسعاري زېرمه کنګل کړې ده.
د یادولو وړ ده چې تر ننني لاریون مخکې افغان ښځو د طالبانو د حکومت د محدويتونو په اعتراض کې ګڼ لاریونونه کړي چې په ځينو مواردو کې د مظاهره چیانو په وینا، طالبانو یې مخه نیولې.
د ښځو د لاریون په وروستي مورد کې لسګونو ښځو د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې لاریون کړی وو چې په تاوتریخوالي واوښت.
طالبانو د مظاهره کوونکو د خورولو لپاره ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې يو شمېر اعتراض کوونکې د ګډوډۍ او تېښتې پر مهال ټپي شوې.