د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په ننګرهار کې ۱۹۴ تنه د جنايي جرمونو په شک نیول شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پرون په ټویټر کې لیکلي چې دغه کسان د یوې میاشتې په موده کې له وسلو، مهماتو، وسایطو او جعلي پېژندپاڼو سره نیول شوي دي.
له کله چې د اګسټ په نیمايي کې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، په دغه هېواد کې د بې وزلۍ او لوږې سطحه لوړه شوې ده چې ورسره د جرمونو اندازه هم زیاته شوې ده.