په هلمند ولایت کې د ماهیانو د روزنې ۳۶۰ فارمونه جوړ شوي 

ارشیف؛ کندهار کې د ماهیانو فارم

په هلمند ولایت کې د ماهیانو د روزنې ۳۶۰ فارمونه جوړ شوي چې هرکال په اوسط ډول ۱۳۵۰ ټنه کبان تولیدوي.

د ملي راډیو ټلوېزیون د راپور له مخې، دغه فارمونه پر ۶۰۰ جریبه ځمکه جوړ شوي دي.

فارم لرونکو ویلي چې له نورو ولایتونو هم خلک د کبانو خوړلو د مېلې لپاره هلمند ته ورځي.

د ازادي راډیو خبریال وايي، د هلمند په څنګلوري ولایت کندهار کې هم د کبانو د روزنې شااوخوا ۱۷۱۴ فارمونه جوړ شوي چې د کال شااوخوا شپږ زره اته سوه ټنه غوښه تولیدوي.

په وروستیو کې پژواک خبري اژانس راپور ورکړی و چې د کندهار نیمايي فارمونه د بېلابېلو ستونزو له کبله تړل شوي دي.