د سالنګ لویه لار د ټیلري موټرونو پرمخ تړل شوې ده

ارشیف؛ د سالنګ لار

د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې او څارنې اداره وايي، دغه لار له جمعې ناوخته د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه.

د دې ادارې مشر، عبدالله عبید پرون ازادي راډیو ته وویل، دغه لار ممکن د څو ورځو لپاره د ټېلري موټرو پرمخ تړلې وي.

دا مهال یوازې مسافر وړونکي او نور موټرونه د سالنګ پر لویه لار تګ راتګ کولی شي.

ښاغلي عبید پر دې لار له تلونکو کسانو غوښتنه وکړه چې د تګ راتګ په وخت کې پوره احتیاط وکړي.