د جنوري په لومړۍ نېټه ناوخته مازدېګر په خوست کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو له خوا نیول شوي زرګونه کیلو نشه يي توکي او الکولي مشروبات په عام محضر کې وسوځول شول.
د طالب چارواکو په وینا، یاد نشه يي توکي د درېیو میاشتو په موده کې په بېلابېلو عملیاتو کې د امنیتي موظفینو لاسته لوېدلي او په تور يې شااوخوا څلوېښت کسان هم نیول شوي دي.
د خوست امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت ازادي راډیو ته وویل، د دوی د منسوبینو د هڅو په پایله کې اتیا سلنه د نشه يي توکو کاروبار لږ شوی دی: "۵۴۴ کیلو چرس دي، ۲۳۴ بوتله او ۵۹ بوشکې الکولي مشروبات دي چې جمله ۱۷۲۱ لیتره کېږي، ۳۰ کارتنه ایتانویل چې ۱۱۰۰ لیتره کېږي، شل بوجۍ د بنګو دانې چې وزن يې ۸ کیلوګرامه کېږي، نیول شوي دي. "
د خوست امنیه قوماندان زیاتوي، له دې سربیره یوه اندازه تریاک، شیشه او د هیروینو پوډر هم نیول شوي چې دې ځای ته د سوځولو په خاطر راوړل شوي دي.
د خوست اوسیدونکي هم نشه يي توکي ټولنې ته په زیان بولي او له امنیتي موظفینو غواړي چې د مخنیوي لپاره دې خپلې هڅې چټکې کړي.
دیني عالم مولوي سیدجمال جمالي وايي، د ټولو خلکو غوښتنه دا ده چې نوی نسل او د ټولنې راتلونکې د نشه يي توکو له هر ډول زیانه په امن کې پاتې شي.