بامیانو کې د فوټبال ژمني جام سیالۍ پیل شوې

په بامیانو کې د فوټبال سیالۍ

په بامیان ولایت کې د فوټبال ژمني جام سیالۍ نن شنبه (د مرغومي ۱۱مه) پیل شوې.

د افغانستان بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه سیالۍ به د شپږو لوبډلو په ګډون د ۱۵ ورځو لپاره دوام وکړي.

د دې ریاست د معلوماتو له مخې یادې سیالۍ د بامیانو فوټبال فدارسیون له خوا د دې ولایت د ښاروالۍ په ملاتړ پیل شوي دي.

د افغانستان بدني روزنې او ورزش ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبې پراختیا، او ورزش ته د ځوانانو هڅونه ده.