د هلمند بزګر: د موسمي بارانونو نه ورښت او جګړو ځمکې شاړې کړې

افغان کروندګر د وچکالۍ له امله اندېښمن دي

شدیدې وچکالۍ او د کرنیزو حاصلاتو کموالي افغانستان له بې‌وزلۍ، لوږې او سخت بشري کړکېچ سره مخ کړی دی.

د افغانستان په جنوبې ولایت هلمند کې بزګران وايي، په تېر کال کې موسمي بارانونه ونه ورېدل، جګړو هم هلمند وځاپه چې ورسره ځمکې شاړې او حاصلات کم شول.

د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکی ۴۷ کلن شېراغا وایي، ۳۰ جریبه ځمکه لري چې ټوله شاړه ده او یوازې په یو جریب ځمکه یې غنم کرلي.

کله چې شااوخوا څلور نیم میاشتې مخکې طالبانو کابل ونیو او له افغانستانه سره نړیوالې مرستې بندې شوې او د خلکو کاروبارونه ټکني شول په ټول هېواد کې بې وزلي پراخه شوه.

یو شمېر نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د وچکالۍ د زیاتېدو سربېره د بې وزلۍ او اقتصادي ناورین د لا پراختیا خبرداری ورکړی دی.

هلمند چې د شااوخوا ۸۵ سلنه خلکو اقتصاد يې پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی د سنګین ولسوالۍ ترڅنګ يې د دغه ولایت د خانشین ولسوالۍ اوسیدونکي او بزګران هم د اوبو د نشتوالي او وچکالۍ څخه سر ټکوي.

په ورته وخت کې د هلمند د کرنې ابو لګولو او مالدارۍ رياست مرستیال مولوي حمید وایي، دوی په لاس کې څه نه لري، خو هڅه کوي له نړیوالو موسسو سره د مرستو په اړه خبرې وکړي.

نړیوال بشري سازمانونه وايي،افغانستان کې سیاسي بدلونونه، وچکالۍ، د طالبانو پر حکومت نړیوال بندیزونه او د بې کارۍ زیاتېدل به میلیونونه هغه افغانان هم بشري مرستو ته اړ کړي چې دمخه تر دې په خپلو کاروبارونو او کروندو بسیا وو.