کندز میشتي وايي جګړو یې کورونه او دوکانونه سوځولي، مرستې غواړي

کندز کې سوځېدلي دوکانونه

تېرو جګړو په کندز کې ورانۍ، ویجاړۍ او بې وزلۍ تر شا پرېښي دي. د دې ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو اوسيدونکي وايي، د استوګنې کورونه، دوکانونه او باغونه یې ویجاړ شوي او کروندې یې شاړې شوي دي.

دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې ورسره مالي مرستې وکړي، څو وکولی شي بېرته له اقتصادي پلوه په پښو ودریږي.

په کندز کې د جګړو پر مهال، کورونه، دوکانونه او باغونه ویجاړ شوي دي

د اقتاش ولسوالۍ د باسوس کلي یو اوسېدونکی ۲۸ کلن رحیم الله ازادي راډیو ته وویل: "دوه میاشتې کېږي چې راغلي یو، کابو ۷ کاله دا سیمه د جګړې لومړۍ کرښه وه. دلته الوتکو پر کورونو بمبارد کړی، په ډي سي توپونو او په نورو درنو وسلو وېشتل شوي، تراوسه هېچا له موږ سره مرسته نه ده کړې."

د جګړې پای ته رسېدو سره یو شمېر کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوي او په کنډالو کې یې اړولي دي، دوی وايي د خپلو ویجاړو شوېو کورونو د بیارغونې توان نه لري او د ژمي په ساړه موسم کې د خپلو نړېدلو مېنو په کنډوالو کې ژوند کوي.

د اقتاش ولسوالۍ د جنت باغ سیمې یوه اوسېدونکی ۷۰ کلن حبیب الله، ازادي راډيو ته وویل: "زه خپله درې ځلي کندز ته له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست ته ولاړم، خو چا مې غږ وانه ورېده، زموږ کور ټول کنډواله دی، یوازې زما کور نه بلکې په جنت باغ کې د ټولو خلکو کورونه وران شوي دي."

د اقتاش ولسوالۍ جنت باغ سیمه کې وران شوی کور

دوی زیاتوي چې د جګړو پرمهال د دوی کورونه او په ښار کې دوکانونه سوځېدلي او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د کندز ښار یو تن دکاندار ۵۰ کلن عبدالقدیر په دې اړه وویل: "دې چوک ته څېرمه د جګړو پر مهال ۲۱ دوکانونه له مالونو سره وسوځېدل. څه چې زموږ شتمنۍ وه ټوله وسوځېده. یوازې په لومړیو ورځو کې د اسلامي امارت کسان راغلل او لېست یې ونیو چې له تاسو سره کومک کوو، خو تراوسه پورې له موږ سره چا مرسته نه ده کړې."

د ښار یو بل دوکاندار ۶۵ کلن محمد حسین هم د تېرو جګړو ترخې کیسې کوي او وايي اقتصادي ستونزو یې ژوند تریخ کړی.

د نوموړې په خبره، د کندز سیمه ییزو چارواکو له دوی سره د مرسته کولو ژمنې کړي، خو تراوسه پورې نه دي عملي شوي.

د کندز د اطلاعات او فرهنګ د ریاست رئیس مطیع الله روحاني وايي، په دې ولایت کې له زیات شمېر متضرر شوېو خلکو سره مرستې شوي دي او لا هم دغه لړۍ دوام لري.

روحاني وایي: "له اکثریت کورنیو سره مرستې شوي دي. تمه لرو په راتلونکي کې په نورې مرستې هم راشي او له دوی سره نورې مرستې هم کوو. موږ د کندز ولسونو ته ډاډ ورکوو اسلامي امارت د دوی په درد دردمند دی او د دوی غمه کوي. موږ د اسلامي امارت پر مشرانو او په خیریه بنسټونو او مرسته کوونکو موسسو هم غږ کوو چې زموږ د هېوادوالو لاس نیوی وکړي او خپلې مرستې ورته را ورسوي."

کندز د افغانستان په شمال ختیځ زون کې څه باندې یوه لسېزه د سختو خونړیو جګړو شاهد و او له امله یې خلکو ته د ځانې زیانونو ترڅنګ درانه مالي زیانونو هم اړولي دي، خو اوس چې جګړه پای ته رسېدلې ده، ښايي لسېزې وخت ونیسي څو د کندز خلک د جګړو له کبله ور اوښتي زیانونه جبران کړي او ښايي د اوږدې جګړې ځینې دردونکي زیانونه هېڅکله جبران نه شي.