ناسا: د بایډن اداره فضایي تمځای کې تر ۲۰۳۰م د عملیاتو ملاتړ کوي

فضا

د امریکا د فضایي تحقیقاتي ادارې ( ناسا) مشر بېل وایي، د ولسمشر بایډن اداره په نړیوال فضایي تم ځای کې تر ۲۰۳۰م زیږدیز کاله پورې د عملیاتو د ادامې ملاتړ کوي.

بېل نېلسون پرون په یوه بیان کې وویل، د بایډن اداره ژمنه ده چې دې برخه کې له نړیوالو شریکانو سره د روسیې په ګډون کار وکړي، څو د دې لسیزې تر پایه د مدار په لابراتوار کې څېړنې ترسره شي.

له ۱۹۹۸م کال راهیسې چې په فضا کې د نړیوال تم ځای لومړی مرکز ودان شو، روسیه او متحد ایالاتونه د دې مرکز بهر له نژدې همکاره پاتې شوي دي.

کانګرس د نړیوال فضایي تم ځای لپاره تر ۲۰۲۴ کال پورې بودجه تصویب کړې ده، که کانګرس د دې مرکز لپاره تر ۲۰۳۰ کال پورې بودجه ومني او نړیوال شریکان موافقه وکړي، هلته به د دې لسېزې تر پایه څېړنې دوام وکړي.