د امریکا د متحدو ایالاتونو په کولورادو ایالت کې د اورلګېدنې له کبله چې توند بادونه یې مله وو، په سلګونو کورونه ویجاړ شوي دي.
راپورونه وايي، دغه اور به بولډر او جفرسن سیمو کې له تېرې پنجشنبې روان دی چې پرون یې لمن پراخه شوه.
چارواکو ویلي چې په لسګونو کسان تر اوسه ټپیان شوي، خو د مړینو راپور نه دی ورکړل شوی.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې په لسګونو زره کسان اړ شوي چې په کولورادو ایالت کې له خپلو اصلي مېنو کډه شي.
محلي پولیس وايي، توند بادونه او لوګي د تخلیې او ژغورنې عملیاتو د مخنیوي سبب شوي دي.