په موزمبیق کې نږدې ۴۰۰۰ کسان مجبوره شوي چې د یوې میاشتې په موده کې د افراطي ډلو د حملو له کبله له خپلو مېنو بې ځایه شي.
دغه حملې په نیاسا ولایت کې زیاتې شوي چې د یوه حکومتي چارواکي په خبره د کابو دیلګادو څنګ ته پروت دی.
کابو دیلګادو چې په تېلو غني ولایت دی، په تېرو څلورو کلونو کې د افراطي وسله والو د فعالیت عمده مرکز ګڼل کېده، خو په وروستیو اوونیو کې افراطي وسله والو خپلې حملې پر نیاسا متمرکزې کړي.
د موزمبیق په نیاسا کې د حکومت یوه ویاند فیلیسمینو پاتریکیو د فرانسې خبري اژانس ته وویل، تر اوسه له نیاسا ولایت څخه ۳۸۰۳ کسان بې ځایه شوي دي.
تردې مخکې له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې له کابو دیلګادو څخه ۸ لکه او ۲۰زره کسان بې ځایه شوي وو چې دا تازه شمېر ور زیات شوی دی.