اسرائیل له امریکا د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت جنګي الوتکې اخلي

د اسرائیل (CH-53K) هلیکوپټر

د اسرائیل دفاع وزارت نن خبر ورکړ چې هېواد یې د امریکا له متحده ایالاتو څخه د ۳،۱ ميليارد ډالرو په ارزښت جنګي الوتکې اخلي.

دا تړون پرون د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو چې له مخې یې اسرائیل ۱۲ (CH-53K) هلیکوپټر او دوه تېل ورکوونکې بوئینګ (KC-46) الوتکې اخلي.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې اسرائیل کولای شي چې د تړون له مخې شپږ نورې هلیکوپټرې هم وپېري.

تمه ده چې دا هلیکوپټر په ۲۰۲۶ کال او تېل ورکوونکې الوتکې یو کال مخکې تر دې نېټې اسرائیل ته وسپارل شي.