د نوي کال مراسم د نړۍ ډېری لویو ښارونو کې لغوه یا پراخ ونه‌لمانځل شول

روسیه کې نوي کال لپاره چمتووالی

د نوي کال مراسم د نړۍ په ډېرو لویو ښارونو کې لغوه شوي یا هیله شوې ده چې پراخ ونه‌لمانځل شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې نیول شوې ده چې د کرونا نوې بڼه اومېکرون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې خپره شوې ده.

تر یوې میاشتې مخکې پورې داسې ښکارېده چې د کرونا ضد واکسین له برکته به په نړۍ کې په میلیاردونو کسان وتوانېږي چې د نوي کال په مراسمو کې له بندیزونو پرته برخه واخلي.

د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د نوي کال د لمانځلو جشن لغوه شوی دی، د هند په پلازمېنې نوې ډېلي هم ورته پرېکړه شوې ده.

په اروپا کې د اتن، لندن، پاریس، روم او برلین په شمول د نوي کال پر اورلوبو بندیز لګېدلی دی.

خو بل لور ته په نیویارک کې د یو لړ محدودیتونو په ترڅ کې د نوي کال جشن په ټایمز سکوېر کې لمانځل کېږي.