د پاکستان بلوچستان کې یوې چاودنې لږترلږه څلور کسان وژلي او  ۱۵ نور ټپيان دي

ارشیف، د پاکستان د بلوچستان مرکز کوټه کې د یوې چاودنې سیمه

د پاکستان د بلوچستان په مرکز کوټه کې یوې بمي چاودنې لږترلږه څلور کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپيان کړي.

د بلوچستان د اعلا وزیر د کورنیو چارو سلاکار ضیا الله لانګو ویلي، د ریموټ کنټرول بم چاودنه پرون ماخوستن پر جناح سړک وشوه.

د کوټې د پولیسو مشر فدا حسین وايي، چاودنه داسې مهال وشوه چې د جمعیت علمای اسلام ډلې غړي او پلویان د پېښې له ځای سره نږدې له یوې غونډې څخه کورونو ته روان ول.

د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو چاودنه د "ترهګر برید" په نوم یاده کړه او په‌کې یې پر مرګ‌ژوبلې خپګان وښود.

ده زیاته کړه چې د برید عامیلن به د قانون منګولو ته سپاري.

د حملې مسؤلیت چا نه‌دی منلی. په بلوچستان کې یو شمېر بلوڅ بېلتون‌پالې او نورې وسله‌والې ډلې فعاله دي.