وال سټریټ ژورنال: ایران له امریکا سره د طالبانو رژیم نسکورولو کې مرسته وکړه

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، دوه لسیزې مخکې ایران د امریکا له متحده ایالاتو سره مرسته وکړه چې د طالبانو رژیم په افغانستان کې نسکوره شي. د ورځپاڼې په باور هغه مهال تهران د طالبانو رژیم ته د خپل ملي امنیت لپاره د یوه تهدید په سترګه کتل.

ورځپانه وړاندې لیکي، اوس چې طالبانو له شااوخوا څلور نیم میاشتو راهیسې کابل نیولی دی، ایران او افغانستان دواړه د متحده ایالاتو له سختو بندیزونو سره مخامخ دي، دې بندیزونو دغه دواړه هېوادونه هڅولي دي چې خپل ایډیالوژیک او سیاسي اختلافات اړخ ته کړي او د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته رامنځته شوې تشه ډکه کړي.

وال سټریټ ژورنال لیکي چې د شیعه واکمنو ایرانیانو او سني طالبانو ترمنځ له پخوا راهیسې بې‌اعتمادي موجوده وه، ورځپاڼه په دې لړ کې د ۱۹۹۸ کال پېښې ته اشاره کوي چې په مزار شریف کې د طالبانو رژیم د ایران د قونسلګرۍ ۱۰ کاروونکي ووژل چې دې پېښې هغه وخت دواړه خواوې د جګړې تر بریده ورسول.

د وال سټریټ ژورنال په باور سره له دې چې ایران او طالبان اوس سره نږدې دي، خو د دوی ترمنځ د اوبو پر سر اختلاف په خپل ځای دی، ایران ته د مخدره موادو د قاچاق په برخه کې د تهران اندېښنې نه‌دي حل شوي او په افغانستان کې بیا ایران‌پلوه ملېشو ته طالبان د یوه ګواښ په سترګه ګوري.

  • اېونېنګ سټنډرډ

اېونېنګ سټندرډ په خپله تازه ګڼه کې د بریتانیا د پخواني لوی درستیز نېک کارتر څرګندونې خپرې کړې دي.

جنرال کارتر هغه څوک دی چې د بي‌بي‌سي لپاره‌یې د افغانستان له پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سره مرکه وکړه، دا مرکه پرون خپره شوه.

دې مرکې دا پوښتنه د څېړونکو او کارپوهانو لپاره پیدا کړې ده چې ولې د بي‌بي‌سي د خبریالانو په ځای د افغانستان له پخواني ولسمشر سره یوه پخواني جنرال مرکه کړې ده.

جنرال کارتر ادعا کوي چې د افغانستان وضعیت هېچا ژور درک نه‌کړ چې همدا د جمهوري نظام د ماتې سبب شو.

د ښاغلي کارتر په وینا د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته د خلکو تېښتې هیښ کړ، خو اوس له افغانستان سره اړیکې ډېرې مهمې دي چې کېدای شي د دې هېواد واکمنان وهڅوي چې د حکومتوالۍ چارې بل ډول مخته یوسي.

  • مېل انلاین

بلې خپرونې مېل انلاین د طالبانو د مشر خبرې رااخیستې دي چې له خپلو سرتېرو څخه‌یې غوښتې دي چې د پخواني حکومت مأمورین مجازات نه‌کړي.

خپرونه لیکي چې دا خبره د طالبانو یوه ویاند محمد نعیم په ټویټر کې رااخیستې ده، ده د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په وینا لیکلي دي چې په کندهار کې یې ویلې دي، د پخواني حکومت مأمورین باید د تېرو جرمونو په خاطر مجازات نه‌شي.

په زرګونو افغانان چې په تېر نظام کې یې کار کړی دی هڅې کوي چې د ځانونو د ژغورنې لپاره له افغانستانه ووځي.

مېل انلاین د طالبانو د ویاند محمد نعیم په وینا لیکي چې ملا هبت‌اله دا خبره هم کړې ده چې په بهر کې د افغانانو درناوی نه‌کېږي او باید دوی له خپل هېواده ولاړ نه‌شي.

بل لور ته مېل انلاین په کابل کې د مېرمنو د مظاهرې تصویرونه خپاره کړي چې د ازادۍ او عدالت شعارونه لېږدوي.

د بشري حقونو سازمانونه لکه امنېستي انټرنشنل او هیومن رایټس واچ طالبان تورنوي چې له محاکمو پرته خلک اعداموي، دا هغه تور دی چې طالبانو رد کړی دی.