ټاکل شوې د عراق پارلمان د جنورۍ میاشتې پر نهمه پرانیستل شي.
دا به وروسته له هغې چې په اکټوبر میاشت کې د پارلمان لپاره وکیلان وټاکل شول، لومړی وار وي چې پارلمان خپله جلسه کوي.
په عراق کې چې ګڼ قومونه پهکې ژوند کوي او په ۲۰۰۳م کال کې د امریکا په رهبرۍ له یرغل راهیسې چې په نتیجه کې یې پخوانی دیکتاتور صدام حسین له واک څخه وپرځول شو، د حکومت پر تشکیل پېچلې مذاکرې کېږي او د اکټوبر د ۱۰مې تر پارلماني ټاکنو وروسته پارلمان درې میاشتې وروسته د وفادارۍ لوړه کوي.
د عراق ولسمشر برهم صالح په یوه اعلامیه کې وویل، یو فرمانیې لاسلیک کړ چې نوی پارلمان به د جنورۍ پر نهمه خپله لومړۍ جلسه وکړي.
د ۳۲۹ وکیلانو له ډلې به تر ټولو د زیات عمر لرونکی، د لومړۍ جلسې مشري کوي او پارلمان د خپل رئیس د ټاکلو لپاره ۳۰ ورځې وخت لري.