پوتین: مسکو او واشنګټن به خپلو کې مؤثرې خبرې وکړي

(ښی-کين) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امريکا ولسمشر جو بایډن

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، باوري دی چې مسکو او واشنګټن به خپلو کې مؤثرې خبرې وکړي.

پوتین دا خبره د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره تر ټیليفوني خبرو مخکې کړې ده.

ټاکل شوې ده چې پوتین او بایډن به نن خپلو کې ټیليفوني خبرې وکړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویاندې ایمیلي هارن پرون په یوه بیان کې د دې خبرو اعلان وکړ او ویې‌ویل چې دواړه مشران به پر یو شمېر موضوعاتو وغږېږي چې په دې کې له روسیې سره په راتلونکي کې ډیپلوماتیک روابط هم شامل دي.

ولسمشر پوتین د نوي میلادي کال په مناسبت د نړۍ مشرانو ته په یو پیغام کې چې متن‌یې نن کرملېن خپور کړی ویلي، باور لري چې کولای شي مخکې ګام واخلي او د روسیې او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د متقابل درناوي او د یو بل د ګټو په پام کې نیولو پر بنسټ مؤثرې خبرې وشي.

پوتین او بایډن داسې مهال خبرې کوي چې د اوکراین پولو ته نږدې د روسیې د پوځي حضور د زیاتېدو له کبله د مسکو او لوېدیځ ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.