په پنجشېر کې سیمهيیز طالب چارواکي وايي چې د دې ولایت د دوهمې حصې د ولسوالۍ پر ودانۍ راکټي برید شوی دی.
د چارواکو په وینا برید تېره شپه شوې او چاتهیې مرګژوبله نهده اړولې.
د پنجشېر دوهمې حصه کې د طالبانو د حکومت ولسوال مولوي نورالله میرزايي ازادي راډیو ته وویل چې درې تنه د دې پېښې په تړاو نیول شوي دي.
په عین حال کې د سیمې یو اوسېدونکی چې د امنیتي دلایلو له کبلهیې نهغوښتل نومیې یاد شي ازادي راډیو ته ویلي چې تېره شپه د دوهمې حصې پر ولسوالۍ د سپکو او درنو وسلو برید شوی هغه څه چې ځايي طالب چارواکي یې ردوي.
له بلې خوا یو شمېر ځايي اوسېدونکو د پنجشېر په رخه ولسوالۍ کې د یو ماین د چاودنې خبر ورکړی دی.
یو ځايي اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه تېره ورځ شوې، مرګژوبله یې نهده اړولې، خو د یو دکان یوه برخهیې ویجاړه کړې ده.
پنجشېر کې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نهده کړې.