د کونړ شلتن ولسوالۍ ته د لس ملیونو ډالرو په مالي لګښت اوسپنیز پل جوړیږي.یاد پل ۶۰ متره اوږودوالی او شپږ متره پلنوالی لري.
دا خبره په کونړ کې د کونړ د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو سرپرست رئیس مولوي نجیب الله (حنیف) ازادي راډیو ته وکړه.
نوموړي وویل: "ولس د دې پُل جوړولو غوښتنه کوله او دغه اواز يې رسنیو کې هم پورته شو. شکر اوس دغه پُل منظور شوی او کار پرې پیل شوی دی، د پُل قیمت لس میلیونه امریکايي ډالر کېږي. پُل شپږ متره پلنوالی او شپيته متره اوږدوالی لري."
په ورته وخت کې د سېمې اوسیدونکي په دې خوښ دي چې شکایتونو يې ځای ونیوه او نن ورته بل پُل جوړیږي.
همداراز د شلتن پُل له ویجاړېدو او سیند ته يې له پریوتو وروسته خلک ګڼو ستونزو سره مخ شول، ازادي راډیو هم د پُل بیارغولو او د ولسونو د ستونزو هواري په خاطر ګڼ راپورونه جوړ کړل چې په برکت يې شلتن ته استحکامي پُل منظور شو.
د کونړ شلتن ولسوالۍ چې د اسعد اباد ختیځ او د کونړ سیند کیڼ اړخ ته د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده. پر سیند د پُل نشتوالي له امله يې خلکو باندې ډېرې سختۍ تېرې شوې وې.