د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت له متحده عربي اماراتو غوښتي چې له افغانستان سره دې خپلو مالي او تخنیکي مرستو ته دوام ورکړي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو د هویت، ګمرکونو او سرحدونو د امنیت له وزیر علي محمد بن حماد الشامسي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي، پوهنې، تخنیکي او کرنې په برخو کې د همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړې.
د ښاغلی بلخي په خبره، ښاغلی متقي په دغه لېدنه کې له متحده عربي اماراتو غوښتي چې له افغانستان سره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او دغه راز یې ترینه غوښتي چې له افغانستان سره دې د صادراتو د ډېرېدو په برخه کې همکاري وکړي.