د امریکا د بهرنیو چاروزیر انتوني بلېنکن د افغان ښځو، نجونو او د بشري حقونو د چارو لپاره رینا امیري د دې وزارت د ځانګړې استازې او سټیفاني فوسټر د سلاکارې په توګه وټاکلې.
د بهرنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې په یوه بیان کې ویل شوي چې د لوړو تجربو لرونکې او د درناوي وړ دغه مشرانې به په مهمو، د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې دې وزارت ته مشوره ورکوي.
وزارت ویلي چې په عمومي سیاست، ډپلوماسۍ او د مدافعې په چارو کې به د دواړو له لسیزو تجربو څخه ګټه پورته کړي.
د بیان له مخې بلېنکن ویلي چې رینا امیري چې افغاني الاصله امریکایۍ ده، د ځانګړې استازې په توګه به د مهمو مسالو، د بشري حقونو او د ښځو او نجونو او له نورو له خطر سره مخ قشرونو په برخو کې د ده، د دې ادارې او د امریکا د ملي امنیت لپاره کار کوي.
د بیان له مخې د ښځو او نجونو په چارو کې د دې وزارت د ځانګړې سلاکارې په توګه سټیفاني فوسټر به له اغلي امیري سره د دې وزارت د افغانانو د ځای پرځای کولو د هڅو له همغږي کوونکي ټیم سره همکاري کوي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازې توماس وېسټ د دې پرېکړې هرکلی کړی او وایي چې د اغلې امیري له تجربو او تخصصه به ګټه پورته کړي.