له روسیې څخه جرمني ته د غځېدلې نورډ سټریم دوه لانجمنې نل لیکې عملیاتي کمپنۍ وایي، د دغې نل لیکې نوې برخه یې له ګازو ډګه کړې او هغه د ګازو لېږد ته اماده ده.
سویس میشتې د نورډ سټریم دوه AG عملیاتي کمپنۍ پرون چهارشنبه (د مرغومي ۸مه) په یوه بیان کې وویل چې د نورډ سټریم نل لیکې دوهمې برخې ته د ګازو د داخلولو پروسه بشپړه شوې او په کې کافي فشار رامنځته شوی چې پر اساس یې په راتلونکې کې د ګازو د لېږد بهیر پیل شي.
د بالتیک د سمندرګي په تل کې دغه دوه خوا په خوا تېره شوې د ګازو نل لیکه په کال کې د ۵۵ میلیارډ مکعب ګازو د لېږد ظرفیت لري.
د دغې نل لیکې نوې برخه له کلونو جنجال وروسته په تېره سېپټمبر میاشت کې بشپړه شوه، خو د جرمني د اړوندې ادارې له خوا تراوسه نه ده تایید شوې.
دغې ادارې ویلي چې د دغې نل لیکي د تایید پروسه به د راتلونکې ۲۰۲۲ کال تر دوهمې نیمایي پورې دوام وکړي.