کابل کې د چین ځینې مرستې پر بې وزلو مېرمنو وویشل شوې

ارشیف، یو شمېر افغان مېرمنې

په کابل کې د چین یو شمېر مرستې پر بې وزلو مېرمنو وویشل شوې.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزارت د رسنیو سلاکار عبدالباسط انصاري ازادي راډیو ته د دې مرستو په اړه چې پرون ناوخته ووېشل شوې، وویل: "دغه مرستې چې وویشل شوې، زرو هغو مېرمنو ته ورکړل شوې چې په خپله د کورنیو سرپرستي کوي او ډېر مشکلات لري. په دې کې جامې او وریجي دي."

ښاغلي انصاري له نورو هېوادونو هم وغوښتل چې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

ملګرو ملتونو په یوه نوي راپور کې څرګنده کړې ده چې په روان ژمي کې ښایي ۲۳ میلیونه افغانان ونه توانیږي چې خواړه ترلاسه کړي.