برېښنا شرکت: له ازبیکستانه وارداتي برېښنا ۵۰ سلنه کمه شوې

ارشیف، له ازبېکستانه راغلې وارداتي برېښنا

د افغانستان برېښنا شرکت د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۸مه) وویل، له ازبیکستانه افغانستان ته وارداتي برېښنا پنځوس په سلو کې کمه شوې ده.

د برېښنا شرکت په وینا د دې علت تخنیکي دی او هڅې روانې دي چې ډېر ژر دا ستونزه حل شي.

دې ستونزې د کابل په شمول د افغانستان د پنځلس ولایتونو برېښنا اغېزمنه کړې ده.

افغانستان شااوخوا اویا فیصده برېښنا له ازبیکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي.

د ژمي په را رسېدو سره د کابل په ګډون د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د برېښنا پارچاوي زیاته شوې ده.