روسیه او بېلاروس غواړي چې ګډ پوځي تمرینات وکړي.
د بېلاروس مستبد واکمن الکساندر لوکاشینکا پرون چهارشنبه (د مرغومي ۸مه) په سنټ پیترزبورګ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرو پر مهال د دې پوځي عملیاتو په اړه وویل: "لکه څرنګه چې تاسو وړاندیز کړی دی، موږ به د کال په لومړیو کې دا تمرینات ترسره کړو، پوځیان به یې نېټه تنظیم کړي چې په مارچ کې وشي یا په فبروري کې. زه نه پوهېږم چې دوی به څه پرېکړه وکړي؟"
د دې ګډو پوځي تمریناتو پرېکړه په داسې وخت کې کېږي چې له روسیې سره د لویدیځ اړیکې کړکېچن دي.
مسکو له ناټو څخه غواړي چې اوکراین ته غړیتوب ورنه کړي چې هم له روسیې سره او هم له بېلاروس سره ګډه پوله لري او لویدیځ دا اندېښنه لري چې روسیه پر اوکراین برید ونه کړي.