د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په کابل کې د چین حکومت له لوري زرو افغان کونډو او بېوزلو ښځو ته د بشري مرستو د رسولو خبره وکړه.
د دغه وزارت د رسنیو برخې سلاکار عبدالباسط انصاري د چهارشنبې په ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې په دې مرستو کې وریجې او جامې شمالې دي.
ښاغلي انصاري د دغه مرستو په اړه وویل: "د چین هېواد دغه بشري مرستې چې وریجې او جامې پهکې شاملې وې، نن زرو تنو ښځو باندې ووېشل شوې چې له خپلو مېنو بېځایه شوي او د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري."
ښاغلي انصاري وویل، دغه مرستې د وزارت لهخوا د ترسره شوې سروې پر بنسټ مستحقینو ته ووېشل شوې او تر دې وړاندې هم د چین هېواد لهخوا ورته مرستې شوي او پر مستحقینو وېشل شوې دي.
نوموړي وويل چې د مرستې لپاره دوى ته د زرګونه کسانو لسګونه غوښتنليکونه رسېدلي، خو دوی هڅه کوي چې مستحق وپېژني او وروسته ورسره مرسته وکړي.
دغهراز یو شمېر بېځایه شوي چې له بېلابېلو ولایتونو کابل ته راغلي له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ او په کرایي کورونو کې د ژوند سختې شپې ورځې تېروي، دوی وایي چې بېړنیو بشري مرستو ته اړ دي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې دا مهال په دغه هېواد کې څه باندې ۱،۳ ملیونه بېځایه شوي شته چې پر کابل سربېره د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې مېشت دي.