د روسیې سترې محکمې د بشري حقونو د یو سابقه لرونکي سازمان د تړل کېدو حکم کړی

د روسیې سترې محکمې یوه قاضي د بشري حقونو د یو سابقه لرونکي سازمان میموریال انټرنشنل د تړل کېدو د حکم د قرائت پر مهال

د روسیې سترې محکمې په دې هېواد کې د بشري حقونو د یو سابقه لرونکي سازمان میموریال انټرنشنل د تړل کېدو حکم کړی دی.

دې سازمان ته په روسیه کې ډېر درناوی کېږي.

لوېدیځو هېوادونو او د بشري حقونو ډلو د روسیې د سترې محکمې دا اقدام غندلی دی.

د بشري حقونو د دې سازمان د تړلو حکم د محکمې په پرونۍ غونډه کې وشو.

روسي څارنوالانو میموریل انټرنشنل سازمان د روسې د "بهرنیو عناصرو" له لانجمن قانون څخه په سرغړاوي تورن کړی دی.

له دې قانون څخه په زیاتېدونکې توګه په روسیه کې د مدني بنسټونو او رسنیو د ځپلو لپاره کار اخیستل کېږي.