هانګ کانګ کې پوليسو د ستڼد نيوز رسنۍ څو اوسني او پخواني کارکوونکي نيولي

د ستڼد نيوز رسنۍ يو لوړپوړی نيول شوی غړی

په هانګ کانګ کې شااوخوا ۲۰۰ پولیس افسرانو دغلته د یوې مخکښې ډیموکراسۍ پلوې خپرونې (ستڼد نیوز) پر ودانۍ یرغل کړی او د دې رسنۍ څو اوسني او پخواني کارکوونکي یې نیولي دي.

له دې اقدام وروسته ستڼد نیوز اعلان کړی چې خپل ټول فعالیتونه‌یې سملاسي ځنډولي دي.

د هانګ کانګ پولیسو نن د ډسمبر په ۲۹مه اعلان وکړ چې د ستڼد نیوز پر دفتر ورغلي او د دې رسنۍ شتمني یې کنګل کړې ده.

د پولیسو په وینا د دې رسنۍ هغه کارکوونکې یې هم نيولي چې په وینا یې "د شر پاروونکو خپرونو" په سرغړاویو تورن دي.

ستڼد نیوز، یو غیر انتفاعي سازمان دی چې په ۲۰۱۴ م کال کې د ولسواکۍ، بشري حقونو، د قانون او عدالت د حاکمیت د ترویج لپاره رامنځته شوی.